د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ماښام، د لړم په ۱۸مه، یو ځل بیا له خپلو وګړو وغوښتل چې په هېڅ ډول شرایطو کې افغانستان ته لاړ نه شي.

د یاد وزارت د کونسلي چارو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان او یو شمېر نور هېوادونه یې د سفر د خبرداري په څلورمه یا تر ټولو لوړه کچه کې ساتلي دي.

څلورمه کچه د امریکا د سفر تر ټولو جدي خبرداری ګڼل کېږي چې له مخې یې امریکایي وګړي باید دغو هېوادونو ته له هر ډول تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې دا هېوادونه خورا خطرناک دي او اتباع یې باید «په هېڅ یوه دلیل» هلته سفر ونه کړي.

له افغانستان سربېره، د بلاروس، بورکینافاسو، میانمار، مرکزي افریقا جمهوریت، چاد او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په څېر هېوادونه هم په دې ډله کې راغلي دي.

په دغه لست کې هائیټي، ایران، عراق، لبنان، لیبیا، مالي، نایجیر، شمالي کوریا، روسیه، سومالیا، سویلي سوډان، سوډان، سوریه، یوګانډا، اوکراین او یمن هم شامل دي.

سرچینه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

🌐

Author