د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې پر ایران هر ډول احتمالي راتلونکی برید به د لومړي برید په پرتله نږدې پنځه برابره لوی او پراخ وي. نوموړي له سيسپن تلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې د نوي پوځي اقدام کچه به خورا درنه وي.
ټرمپ څرګنده کړه چې د تهران په وړاندې د اوسنۍ کړنلارې د دوام اصلي لامل د سیمې له هېوادونو سره خبرې اترې دي، ځکه هغوی د نوي برید پر ځای د همدې بهیر پر دوام ټینګار کوي.
د امریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې د قطر له لومړي وزیر سره لیدنې او د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او کوېټ له چارواکو سره خبرو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دغه ګاونډي هېوادونه خپله له سختو بریدونو سره مخ شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د دغو هېوادونو له مشرانو سره له خبرو وروسته ورته جوته شوې چې هغوی د ستونزې په همدې بڼه هوارېدل غوره بولي، نو دی هم غوره ګڼي چې چاره په همدې لاره مخته ولاړه شي.
ټرمپ د جګړې د پای ته رسېدو د وخت په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې دوی کولی شي دا چاره خورا ژر پای ته ورسوي یا یې په اوږدمهال کې پای ومومي.
د متحده ایالاتو ولسمشر دا هم وویل چې ایران د یوې نوې هوکړې غوښتونکی دی او زیاته یې کړه چې وخت به وښيي چې ایا دا ډول هوکړه رامنځته کېږي او که نه.
سرچینه: د سيسپن تلوېزیون
🌐