د طالبانو حکومت ځانګړې محکمې په ۹ ولایتونو کې د څه باندې ۱۱۲ زره جریبه ځمکې پر سر حقوقي دعوې وتړلې او له څېړنو یې وایستلې.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وویل چې دا پرېکړه محکمې ته د ملکیت د اسنادو نه وړاندې کولو او د اشخاصو د نه حاضرېدو له امله شوې ده. د هغه په وینا، په تېرو درېیو کلونو کې دغو امارتي ځمکو ته د خصومت پرېکون حکمونه صادر شوي دي.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، دا ځمکې په کندوز، پروان، کندهار، غزني، ننګرهار، کاپيسا، روزګان، غور او پنجشېر ولایتونو کې پرتې دي. ځانګړو محاکمو یاد کسان د اسنادو د څېړلو لپاره غوښتي وو، خو نه حاضرېدو یې د دوسیو د ثبت د ختمېدو سبب شو.

تر دې وړاندې، د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت د تلې میاشتې په پیل کې اعلان کړی و چې په تېرو څلورو کلونو کې یې په ټول هېواد کې څه باندې څلور میلیونه جریبه امارتي ځمکه تثبیت او بېرته ګرځولې ده. دې وزارت په ۴۹ ښارګوټو کې هم د امارتي ځمکو د تثبیت خبر ورکړی و.

طالبان د دغو ځمکو بېرته اخیستل د کادستري اسنادو پر بنسټ یو شرعي او قانوني مسؤلیت بولي. خو یو شمېر ځایي اوسېدونکو په دې بهیر کې د شفافیت پر نشتوالي او د عرفي او شرعي اسنادو پر نه منلو نیوکې کړې دي.

سرچینه: د طالبانو خبرپاڼه

🌐

Author