د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې او پرمختګ لپاره د علم د نړیوالې ورځې په مناسبت، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه وکړه.
ښاغلي کرزي د سهشنبې په ورځ د لړم په ۱۹مه په اکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې ویلي چې افغانستان د هرې بلې بشري ټولنې په څېر علم او پوهې ته جدي اړتیا لري.
د هغه په وینا، افغانستان یوازې د ټولو وګړو لپاره د زدهکړې د زمینې په برابرېدو سره کولی شي پر خپلو ستونزو برلاسی شي او له نورو هېوادونو له پېیلتوبه وژغورل شي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې باید ژر تر ژره د نجونو پر مخ پرانیستل شي، څو هېواد د خپلو باسواده بچیانو په مټ د سوکالۍ پر لور حرکت وکړي.
حامد کرزی یو له هغو محدودو سیاستوالو دی چې په کابل کې اوسیږي او په دوامداره توګه یې د ښځو د زدهکړې د حق ملاتړ کړی دی.
د طالبانو د حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې، له شپږم ټولګي پورته نجونې په ټول هېواد کې ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تګ څخه بېبرخې دي.
سرچینه: د حامد کرزي اکس پاڼه
🌐