د نورستان ولایت اوسېدونکي وایي چې د طالبانو حکومت پر جلغوزیو او غوزانو د لېږد مالیه په بې‌ساري ډول لوړه کړې ده. د ځايي خلکو په خبره، طالب مسؤلین اوس د جلغوزیو پر هر سیر ۵۰۰ افغانۍ او د غوزانو پر هر سیر ۱۰۰ افغانۍ مالیه اخلي.

د نورستان د مندول ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو رسنیو ته ویلي چې پخوا به د جلغوزیو پر هرې بوجۍ چې نږدې اووه سیره وزن لري، یوازې ۱۰۰ افغانۍ محصول اخیستل کېده. د هغوی په وینا، دا مالیه اوس څو برابره شوې او بې‌وزله خلک د هغې د ورکړې توان نه لري.

سیمه‌ییزو سرچینو ویلي چې دغه تازه مالیاتي پرېکړه په نورستان کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري شوې ده. د دغې ادارې کارکوونکي د تګ راتګ په لارو کې موټر چلوونکو ته رسمي پاڼې ورکوي او له هغوی څخه نغدې پیسې راټولوي.

د سیمې د اوسېدونکو په خبره، دا لړۍ په مندول، نورګرام او دواب ولسوالیو کې روانه ده. دغه بهیر د تلې میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې د جلغوزیو د راټولولو له موسم سره سم په عملي بڼه پیل شوی دی.

د لوېدیځ نورستان اوسېدونکي وایي چې د ډېری کورنیو اقتصادي سرچینه د جلغوزیو، غوزانو او لوبیا پر پلور ولاړه ده. دوی دا حاصلات د لغمان ولایت بازارونو ته وړي څو په بدل کې یې اوړه، غوړي او وریجې واخلي، خو په لاره کې د مالیې له ټولولو سره مخ کېږي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، هره ورځ له دغو درېیو ولسوالیو څخه تر ۲۵ پورې باروړونکي موټر لغمان ته ځي او په ځینو ورځو کې نږدې ۱۰۰ سیره جلغوزه لېږدول کېږي. خلکو له سیمه‌ییزو مسؤلینو غوښتي چې دا درنه مالیه کمه کړي.

سرچینه: افغانستان انټرنشنل

🌐

Author