د ډله‌ییز امنیت د تړون سازمان سرمنشي څرګنده کړه چې له افغانستان سره تړلو پولو هاخوا ګواښونو پر وړاندې مبارزه او د تاجکستان او افغانستان د پولې پیاوړي کول د دغه سازمان په لومړیتوبونو کې دي.

د ډله‌ییز امنیت د تړون سازمان سرمنشي طلعت‌بیک مسادیکوف په مسکو کې یوې غونډې ته وویل چې په افغانستان کې اوږدمهاله ثبات د منځنۍ اسیا له امنیت او دوامداره پراختیا سره نېغ تړاو لري.

نوموړي د افغانستان اړوند جریانونو ته په اشارې وویل چې له طالبانو سره د دغه سازمان د ځینو غړو هېوادونو دوه اړخیزې اړیکې فعالې شوې دي او له افغان ولس سره مرستې اقتصادي او ټولنیزې ودې سره مرسته کوي.

د هغه په وینا، د دې سازمان دارالانشا د دغو هڅو همغږي د «افغانستان کاري ډلې» په اډانه کې پر مخ وړي ترڅو ګډ اقدامات تنظیم شي.

سره له دې، مسادیکوف ټینګار وکړ چې له پولو هاخوا له ګواښونو سره مقابله د سازمان یوه بنسټیزه دنده ده او د تاجکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا پروګرام عملي کول اړین دي.

هغه زیاته کړه چې د دغه پروګرام د عملي کولو لپاره د یاد سازمان د ټولو غړو په ملاتړ ګډ او فعال کار پیل شوی دی.

سرچینه: په مسکو کې د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان غونډه

🌐

Author