د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک د پنجشنبې په ورځ کابل ته رسمي سفر کوي.
د طالبانو تر واک لاندې د ملي راډیو تلوېزیون د راپور له مخې، د دې سفر اساسي موخه د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د زمینو ارزول بلل شوي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ احمدضیا تکل ویلي چې دا سفر د سوداګریزو همکاریو د پراختیا او پر ګډو اقتصادي پروژو د خبرو لپاره ترسره کېږي.
تر دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف کابل ته راغلی و او د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره یې کتلي وو.
په هغه لیدنه کې دواړو لورو د سوداګریزو راکړو ورکړو د ودې، له نشهيي توکو سره د مبارزې او سیمهییزو بدلونونو په اړه خبرې اترې کړې وې.
روسیه له طالبانو سره ډیپلوماتیکي او نږدې اړیکې لري او د دغه هېواد چارواکو تل له کابل سره د اقتصادي او بشري همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.
سرچینه: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او ملي راډیو تلوېزیون
🌐