د امریکا متحده ایالات غواړي د ایران د ګاونډیو هېوادونو په همکارۍ د دغه هېواد پر ځمکنیو سوداګریزو لارو څارنه او بندیزونه ولګوي. د راپورونو له مخې، واشنګټن هڅه کوي د ایران له لارې د وسلو، پوځي تجهیزاتو او نورو تر بندیزونو لاندې توکو د لېږد مخه ونیسي.
د رپوټونو پر بنسټ، امریکايي چارواکي هڅه کوي چې په دې برخه کې له سیمهییزو هېوادونو سره ګډه همکاري رامنځته کړي، څو د ناقانونه نظامي بارونو د تګ راتګ مخنیوی وشي.
د ایران له اوو ځمکنیو ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان د امریکا له دې طرحې سره د اړیکو او همکارۍ په برخه کې استثنا بلل شوی دی. د دې پرېکړې اصلي لامل له حکومت طالبان سره د واشنګټن محدودې اړیکې دي.
د معلوماتو له مخې، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د دې طرحې د پلي کولو لپاره د «اېرن ګېټ» په نوم یوه ځانګړې کاري ډله جوړه کړې ده. دا ډله به د ځمکنیو لارو د کنټرول او څارنې چارې پر مخ وړي.
ایران د سیمې له مهمو ترانزیتي هېوادونو ګڼل کېږي او له خپلو ګاونډیانو سره اوږدې ځمکنۍ پولې لري. پر سوداګریزو لارو د څارنې زیاتوالی به پر سیمهییز ترانزیت اغېز وکړي.
دا ګام داسې مهال پورته کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د اقتصادي بندیزونو او پوځي مسایلو پر سر ترینګلتیاوې لا هم دوام لري.
سرچینه: رسنۍ
🌐