د چین د ژجیانګ پوهنتون یوه استاد د پوهنتون د پرانیستې ورځې د مراسمو په لړ کې د یوې شخصي جیټپیک الوتونکې دستګاه په وسیله پرواز وکړ.
نوموړی، چې نندارچیانو د رښتینې نړۍ «اوسپنیز سړی» وبللو، وتوانېد چې د خلکو په وړاندې له ځمکې پورته شي او په هوا کې پاتې شي.
د راپورونو له مخې، دغه استاد د ځمکې له کچې څخه نږدې ۶ فوټه پورته په هوا کې وځړېد او بېلابېل حرکات یې نندارې ته وړاندې کړل.
هغه د زدهکوونکو او مینوالو په مخکې په هوا کې تر څو دقیقو مانورونو وروسته په بشپړ ډول ارام او خوندي کښیناست.
دغه ننداره په پوهنتون کې د نویو پرمختللو ټکنالوژیو او هوايي وسایلو د پرمختګ ښودلو په موخه ترسره شوه.
په وروستیو کلونو کې د دا ډول شخصي الوتونکو وسایلو پرمختګ د تخنیکي پوهنتونونو له لوري د پام وړ ازمویل شوی دی.
سرچینه: نړيوالې رسنۍ
🌐