د افغانستان د نوولس کلنو کرکټ ملي لوبډله به نن د نوولس کلنو ځوانانو د اسیا جام سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې د هندوستان د نوولس کلنې لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د سپورټي سرچینو د راپورونو له مخې، دغه برخلیک ټاکونکې لوبه د افغانستان پر مهال نن سهار پر ۹:۳۰ دقيقو پیلېږي او ګټونکې لوبډله به د دې سیالیو پایلوبې ته لار ومومي.

د افغان ځوانانو لوبډلې تر دې وړاندې د دغو سیالیو په ګروپي پړاو کې خپلو ټولو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره پوره بریاوې خپلې کړې او نېغه نیمه پایلوبې ته وتلې ده.

بل لور ته هندوستان هم له خپلو ګروپي لوبو وروسته دې پړاو ته را رسېدلی او د دواړو لوبډلو ترمنځ مسابقه خورا حساسه او مهمه ګڼل کېږي.

کرکټ په افغانستان کې له خورا مشهورو لوبو څخه دی او د ځوانانو ملي لوبډلې دوامدارې بریاوې د افغانانو ترمنځ له ډېر ملاتړ او مینې سره مخ شوې دي.

د لوبډلې مسوولینو څرګنده کړې چې افغان لوبغاړي لوړ مورال لري او هڅه کوي چې هندوستان ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ورسېږي.

سرچینه: افغان ورزشي سرچینې

🌐

Author