د رواداري په نوم د بشري حقونو بنسټ وايي چې د “طالبانو د محاکمو جزايي اصولنامې” ته یې لاسرسی موندلی چې د دوی د مشر لخوا لاسلیک شوې ده. دا سند چې ۱۱۹ مادې لري، د مذهبي اقلیتونو د حقونو او د خلکو د اساسي آزادیو په اړه جدي اندیښنې راپارولي دي .
د راپور له مخې، په دې اصولنامه کې خلک په مختلفو طبقو ویشل شوي او سزاګانې د خلکو د ټولنیز مقام له مخې ټاکل کیږي. همدارنګه، د هغو کسانو وژل روا ګڼل شوي چې د “باطلو عقایدو” دفاع کوي، چې دا کار د خپل سري نیولو او د بشري کرامت د تر پښو لاندې کولو خطر زیاتوي . دا سند چې اوس د طالبانو په محکمو کې کارول کیږي، د نړیوالو معیارونو او عادلانه محاکمې سره په ټکر کې دی.
نړیوالو بنسټونو تر دې مخکې هم د طالبانو تر واک لاندې د روښانه قوانینو او عادلانه قضايي سیستم په نشتوالي اندیښنه ښودلې وه .