په هلمند ولایت کې د طالبانو سيمه ييز چارواکي وايي، چې په سنګین ولسوالۍ کې د اورلګېدنې له امله د ماشومانو په ګډون نهه تنه ټپيان شوي دي.
په هلمند کې د طالبانو د والي ویاند دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پېښه د پنجشنبې په ماښام، د لړم په ۲۱مه نېټه، شاوخوا ۶:۳۰ بجې د سنګین ولسوالۍ په «دویم ټولۍ» سيمه کې شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، اورلګېدنه د یوه اسکواټر د تېلو اچولو پر مهال رامنځته شوه، چې له امله یې د څلورو ماشومانو په ګډون نهه کسان وسوځېدل.
د طالبانو د والي دفتر ویلي، چې دا پېښه د تېلو اچولو پر مهال د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
د پېښې ټپیان د هلمند ولایت مرکز، لښکرګاه ښار شفاخانې ته لېږدول شوي دي ترڅو درملنه یې وشي.
د اطلاعات روز ورځپاڼې د راپور له مخې، یوې ځايي سرچینې ویلي چې د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک و او د لا زیاتې درملنې لپاره هرات ولایت ته ولېږدول شول.
سرچینه: اطلاعات روز
🌐