د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې د ایران او عراق د اته کلنې جګړې د ۱۱۰ ناپېژانده وژل شویو سرتېرو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.
دغه مراسم د جمعې په سهار په تهران کې ترسره شول او ولسمشر پزشکیان د ګډونوالو منځ ته ورغی. په دغو مراسمو کې د سپاه پاسداران لوړپوړي قوماندانان لکه احمد وحیدي او مصطفی ایزدي هم حاضر وو.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، په تهران کې د ۱۱۰ جسدونو ترڅنګ د ایران په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۴۰ نورو ناپېژانده وژل شویو جنازې هم وشوې.
دا جسدونه د فکه، شرهاني، شلمچه، مجنون ټاپو، مهران، ختیځ دجلې او چیلات په جګړهيیزو سیمو کې د پلټنې پر مهال موندل شوي دي.
په ټولیز ډول نن په ټول ایران کې د ۳۵۰ ناپېژانده سرتېرو جنازې وشوې. د ایران او عراق جګړه له ۱۳۵۹ تر ۱۳۶۷ لمریز کال پورې اته کاله روانه وه.
په داسې حال کې چې د ایران دولتي ناستې تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې کېږي، پزشکیان د خلکو په منځ کې راڅرګند شو.
سرچینه: ایراني رسنۍ
🌐