د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانو او بشري حقونو بنسټونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په کندز ولایت کې د سیمه ییزې خبریالې ناظرې رشیدي د بې قید او شرطه خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.
راپورونه وایي چې دغه خبریاله له دوو اونیو راهیسې د طالبانو په زندان کې شپې سبا کوي .
د طالبانو لخوا د خبریالانو او مدني فعالانو نیول تل د نړیوالې ټولنې او د رسنیو د ملاتړ ادارو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.
ناظره رشیدي په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ د محدودیتونو یوه بله قرباني ده چې له کوم روښانه دلیل پرته په بند کې ساتل کیږي .
مدني فعالان وایي چې د داسې نیونو دوام د رسنیو په ټولنه کې د ویرې فضا لا پسې زیاتوي.
دوی له طالبانو غواړي چې د خپلواکو غږونو ځپل پای ته ورسوي او د خبریالانو په ځانګړي توګه د ښځینه خبریالانو حقونو ته درناوی وکړي .
#ناظرهرشیدي #کندز #بشريحقونه #دبیانازادي #طالبان #ښځینه_خبریاله #افغانستان #بندیان