د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی، محمد صادق، به د "مسکو فارمټ" په اتمه مشورتي غونډه کې د خپل هېواد د پلاوي مشري وکړي چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ، د میزان په ۱۳مه، جوړه شي. دا په داسې حال کې ده چې د اسلام اباد او طالبانو د حکومت ترمنځ تاوتریخوالی خورا زیات شوی دی.
پاکستاني سرچینو د شنبې په ورځ، د میزان په ۱۲مه، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د پاکستان پلاوی به د دې غونډې په څنډه کې د روسیې، ایران، ازبکستان او تاجکستان له ځانګړو استازو سره دوه اړخیزې لیدنې ولري، خو د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره، چې د طالبانو د پلاوي مشري کوي، کومه لیدنه نه ده پلان شوې.
یوه طالب چارواکي هم د دې لیدنې د احتمال په ځواب کې وویل: "موږ د کومې لیدنې غوښتنه نه ده کړې." د تېر کال له اکتوبر راهیسې د دواړو لورو ترمنځ د ډیپلوماتیکو خبرو درېدل د اړیکو د بحران ژوروالی په ګوته کوي.
د مسکو د سږنۍ غونډې د بحث اصلي موضوع به د پاکستان او طالبانو ترمنځ مخ پر زیاتېدونکی تاوتریخوالی وي. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هیله څرګنده کړې چې مسکو کولی شي له دې دریځ څخه د تاوتریخوالي کمولو او دواړه لوري "معقولو خبرو" ته هڅولو لپاره کار واخلي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ګډونوال به د سیاسي او اقتصادي همکاریو، او همدارنګه د ترهګرۍ او مخدره توکو د قاچاق پروړاندې په مبارزه کې د سیمه ییزو همکاریو د زیاتوالي په اړه خبرې وکړي.
پاکستان طالبان د خپلو مخالفو وسله والو ډلو په پناه ورکولو تورنوي، هغه تور چې طالبانو تل رد کړی او په مقابل کې اسلام اباد د افغانستان پر حاکمیت په تېري تورنوي. دغو تاوتریخوالو د مسکو فارمټ د نورو غړو اندېښنې هم راپارولي دي.
سرچینه: افغانستان انټرنشنل
🌐