د نړۍ د چپسونو او پروسېسرونو یوې تر ټولو لویې کمپنۍ، د تايوان نیمه‌هادي جوړوونکې کمپنۍ يا ټي‌ایس‌ایم‌سي، د خپلو اوسنیو او پخوانیو کارکوونکو د معلوماتو د افشا کېدو خبر ورکړی دی. هکرانو ادعا کړې چې د نږدې ۴۶ زره کارکوونکو ارقام یې ترلاسه کړي او د دې معلوماتو په بدل کې یې د ۳ بېټ‌کوین غوښتنه کړې چې شاوخوا ۲۲۰ زره ډالره کېږي.

یادې کمپنۍ د نومبر په ۱۲مه نېټه دا پېښه تایید کړه او ویې ویل چې د پرسونل ځینې ارقام له اجازې پرته په یوې بهرنۍ وېبپاڼه کې خپاره شوي دي. خو کمپنۍ زیاته کړه چې داسې هېڅ شواهد نشته چې وښيي د دوی اصلي سیستمونو ته نفوذ شوی یا د پیرودونکو اړوند معلوماتو او چارو ته زیان رسېدلی وي.

کمپنۍ په خپله رسمي بیانیه کې وویل: «ټي‌ایس‌ایم‌سي موندلې چې زموږ د اوسنیو او پخوانیو کارکوونکو ځینې معلومات له اجازې پرته په یوې بهرنۍ وېبپاڼه کې خپاره شوي دي. دا مهال موږ داسې هېڅ شواهد نه دي موندلي چې زموږ اصلي سیستمونه دې زیانمن شوي وي.»

ټي‌ایس‌ایم‌سي څرګنده کړه چې افشا شوي معلومات د کلاوډ خدمتونو د یو وړاندې کوونکي د ارقامو له سیستم سره پرتله شوي او د دې کمپنۍ له عملیاتي یا د مشتریانو له موادو سره هېڅ تړاو نه لري.

دا تايواني شرکت د نړۍ د ټکنالوژۍ د سترو برخو لپاره د مایکروچپس اصلي تولیدوونکی دی او د هغې امنیتي مسایل د ډیجیټل نړۍ لپاره ډېر ارزښت لري.

د دې ارقامو د راوتلو څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي، خو هکرانو ویلي تر هغې چې غوښتل شوې پیسې ور نه کړل شي، دا ډاټا به ونه سپاري.

سرچینه: د ټي‌ایس‌ایم‌سي رسمي اعلامیه

🌐

Author