په ټوله نړۍ کې د مایکروسافټ د خدمتونو پرې کېدو په جاپان کې دولتي ادارې او خصوصي شرکتونه له جدي ستونزو سره مخ کړل او کارکوونکي یې د فکس زړو ماشینونو کارولو ته اړ کړل.

دې تخنیکي ستونزې د اوټ لوک، ټیمز او د کوپایلوټ په نوم د مصنوعي ځیرکتیا پروګرامونه غیرفعال کړل چې له امله یې ګڼې ناستې وځنډېدې. د جاپان ټایمز د راپور له مخې، کارکوونکو د جمعې په سهار د خپلو حسابونو پرانیستلو پر مهال خطاګانې ولیدې.

یوه جاپاني کارکوونکي په ایکس پاڼه ولیکل چې بریښنالیک ته د نه لاسرسي له امله د هغه مشر ورته ویلي چې په کور پاتې شي. دغه حالت یو ځل بیا وښوده چې د جاپان ډیجیټلي زیربناوې تر ډېره پر مایکروسافټ پورې تړلې دي.

د کیمنز نېټ بنسټ د ۲۰۲۵ کال د یوې سروې له مخې، په جاپان کې له ۷۸ سلنې ډېر شرکتونه د مایکروسافټ له خدماتو کار اخلي. وروستیو ستونزو ثابته کړه چې د دغه ډول شبکو ناڅاپي پرې کېدل لویې چارې په ټپه درولی شي.

د جاپان د کابینې مرستیال ماسانایو اوزاکي ومنله چې د دولت ځینې معلوماتي سیستمونه هم زیانمن شوي دي. همدا راز د کریډیټ سیزن شرکت او د کیوشو او واسېدا پوهنتونونو هم په خپلو کارونو کې د خنډونو رامنځته کېدو خبر ورکړی دی.

د بریښنالیکونو او انلاین اسنادو د نشتوالي له امله، ډېرو جاپاني ادارو بېرته پخوانیو انالوګ ټلیفونونو او د فکس ماشینونو ته مخه کړه ترڅو ورځنۍ چارې پر مخ یوسي او اړیکې پرې نه شي.

سرچینه: The Japan Times

🌐

Author