په پنجشېر ولایت کې درېیو باخبرو سرچینو د جمعې په ورځ ویلي چې د پخواني حکومت یوه پوځي د طالبانو له خوا تر نیول کېدو او شکنجې وروسته په خپل کور کې ژوند پای ته رسولی دی.

د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، دغه ۳۶ کلن پوځي دادالرحمن نومېده او د پنجشېر د عبدالله‌خېل درې د خانه‌خېل کلي اوسېدونکی و چې په تېر نظام کې یې د عامه نظم په ځانګړو ځواکونو کې دنده ترسره کړې وه.

د نوموړي ځړول شوی جسد د جمعې په ورځ د هغه د کور په انګړ کې وموندل شو. سرچینې زیاتوي چې د هغه ورور هم مخکې د طالبانو له لوري وژل شوی و.

سرچینو ویلي چې دادالرحمن په وروستیو کلونو کې څو ځله د طالبانو د ځواکونو له خوا نیول شوی، وهل شوی او ډبول شوی و. د دوی په وینا، دغو شکنجو، پرله‌پسې فشارونو او تر څنګ یې بېکارۍ او بې‌وزلۍ د هغه پر رواني حالت ناوړه اغېز کړی و.

سیمه‌ییزو سرچینو ویلي چې د طالبانو غړو په لومړي سر کې د هغه د جنازې د لمانځه مخه نیولې وه، خو د سیمې د خلکو په منځګړیتوب دا مراسم ترسره شول.

تر اوسه د طالبانو حکومت د دغه پخواني پوځي د مړینې او شویو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

سرچینه: افغانستان انټرنشنل

🌐

Author