د جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو له لوري د ادعا شوو جنګي جنایتونو څېړنه بنده کړه. ورته مهال، دغې محکمې پرېکړه کړې چې د طالبانو اړوند قضیه له اصلي دوسیې جلا کړي او په خپلواک ډول به یې وڅېړي.

دغه پرېکړه د پنجشنبې په ورځ صادره او د جمعې په ورځ خپره شوه. د محکمې په حکم کې راغلي چې د څارنوالۍ په وړاندې د شواهدو او اسنادو د راټولولو په برخه کې د پام وړ خنډونه موجود وو.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د رپوټ له مخې، د جرمونو د نړیوالې محکمې د څارنوالۍ دفتر ویلي چې تر دې وړاندې یې د دغې پرېکړې پر ضد خپل اعتراض وړاندې کړی و.

دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې دغه محکمه او د هغې ۱۳ اوسني او پخواني کارکوونکي د ډونالډ ټرمپ د ادارې له بندیزونو سره مخ دي. امریکا د خپلو وګړو او متحدانو په تړاو له هر راز عدلي څېړنو سره مخالفت کوي.

د امریکا متحده ایالات د دغې محکمې غړی نه دی او قضايي صلاحیت یې نه مني. په افغانستان کې له ۲۰۰۲ کال راپدېخوا د ترسره شوو پېښو د څېړلو اجازه په ۲۰۲۰ کال کې ورکړل شوې وه.

د محکمې پخواني څارنوال کریم خان په ۲۰۲۲ کال کې ویلي وو چې امریکايي نظامیانو پورې د اړوندو دوسیو څېړل د دوی په لومړیتوب کې نه دي. نوموړی سږ کال له خپلې دندې لیرې کړای شو.

تېره میاشت دې محکمې د طالبانو د حکومت د څلورو جګپوړو چارواکو د نیولو حکمونه اعلان کړل. پر دغو کسانو پر ښځو او نجونو د جنسیتي ځورونې او د بشریت ضد جنایتونو تورونه لګول شوي دي.

سرچینه: اسوشیټېډ پرېس

🌐

Author