په افغانستان کې د طالبانو حکومت له واکمنېدو وروسته، افغان نجونې او ښځې لا هم ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تګ څخه محرومې دي. له زدهکړو پاتې شوې نجونې وايي چې دغو پرلهپسې بندیزونو د دوی ټول راتلونکي پلانونه او هیلې له منځه وړې دي.
د زرین ټي وي د راپور له مخې او د زدهکوونکو د اعتراضونو پر بنسټ، د طالبانو حکومت له لوري لګول شویو بندیزونو د نجونو او ښځو ورځنی ژوند د کورونو تر څلورو دیوالونو محدود کړی او په زرګونو زدهکوونکې یې له خپلو کتابونو لیرې کړې دي.
دغه نجونې څرګندوي چې د پوهنیزو مرکزونو بندېدو دوی د طب، انجنیرۍ، تدریس او هنر په برخو کې له پرمختګ او لوړو زدهکړو محرومې کړې دي او د دوی د ژوند مهم کلونه په انتظار کې ضایع کېږي.
له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل او په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز په افغانستان کې له سیاسي بدلونونو وروسته عملي شو، چې په کورنۍ او نړیواله کچه یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
له زدهکړو پاتې شوې نجونې ټینګار کوي چې د دوی لویه اندېښنه د وخت ضایع کېدل او د ژوند د فرصتونو له لاسه وتل دي، خو ورسره ګڼې کورنۍ لا هم د ښوونځیو بېرته پرانیستلو ته هیلهمنې دي.
له ټولو محدودیتونو او ستونزو سره سره، افغان نجونې وايي چې ناهیلې شوې نه دي او د ځانبسیاینې او زدهکړې لپاره خپلو هڅو ته په بېلابېلو لارو دوام ورکوي.
سرچینه: زرين تي وي
🌐