د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو حکومت د استخباراتي کسانو او د امر بالمعروف محتسبینو له لوري د ښځو د ځورونې او بېځایه پوښتنو ګروېږنو له زیاتېدو شکایت کوي او وایي، دغه فشارونه د نجونو د کورناستي کېدو لامل شوي دي. د دوی په خبره، دا چلند له ټولنې د ښځو د سیستماتیک ایستلو د سیاست یوه برخه ده.
په کابل کې یو شمېر کارکوونکې نجونې وایي، د طالبانو کسان چې کله نا کله شخصي جامې هم اغوندي، د دوی لېږدوونکي موټرونه دروي او له موټرچلوونکو او مېرمنو څخه شخصي او نامناسبې پوښتنې کوي. زینب، د کابل اوسېدونکې، څرګندوي چې د دوی موټر څو ځلې درول شوی او د استخباراتو کسانو یې ګرځنده ټیلیفونونه هم پلټلي دي.
د رویا په نوم یوې بلې اوسېدونکې ویلي چې موټرسایکلسپرو طالبانو د هغې د کار له ځایه د تګ پر مهال موټر ودراوه، موټرچلوونکی یې وواهه او له ځان سره یې نامعلوم لوري ته بوتلو. نوموړې زیاتوي چې د داسې ګواښونو موخه له کار او روزګاره د ښځو ناهیلي کول دي.
همدارنګه د کابل ښار یوه اوسېدونکي، احمد، وویل چې ورور یې یوازې د خپلې ښځینه همکارې د لېږدولو له امله درې ورځې د طالبانو په توقیف کې و او په ضمانت او پیسو خوشې شو. ورته مهال، ټکسي چلوونکي هم وایي چې د ښځینه مسافرو د لېږد له امله هره ورځ له سختو پوښتنو او فشارونو سره مخامخ کېږي.
دا شکایتونه داسې مهال کېږي چې په استرالیا کې د بښنې نړیوال سازمان د «افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره عدالت» په نوم کمپاین پیل کړی او په هېواد کې د ښځو وضعیت یې په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو سخت بحران بللی دی.
د بښنې نړیوال سازمان په وینا، په افغانستان کې د ښځو د حقونو سرغړونې جلا او بېپلانه پېښې نه دي، بلکې له ټولنې څخه د ښځو او نجونو د بشپړ ایستلو لپاره یوه هدفمنده تګلاره ده.
سرچینه: هشت صبح
🌐