د فرېډم هاوس په ګډون د بشري حقونو ۳۰ نړیوالو بنسټونو په یوه ګډه اعلامیه کې پر پاکستاني فعال ادریس خټک لګول شوي تورونه بېبنسټه بللي او د هغه د ژر تر ژره او بېقید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
دغه غوښتنه د نوموړي د تښتونې او بندي کېدو د اوومې کلیزې په مناسبت شوې ده. د دغو بنسټونو د معلوماتو له مخې، اووه کاله وړاندې ادریس خټک په پاکستان کې وتښتول شو او برخلیک یې ناڅرګند پاتې و.
په ګډه اعلامیه کې راغلي چې د تښتونې وروسته د اوو میاشتو لپاره د نوموړي کورنۍ د ده د وضعیت او ژوندي پاتې کېدو په اړه هېڅ راز معلومات نه لرل.
د اعلامیې پر بنسټ، نوموړی وروسته د پاکستان د حکومت په توقیف کې راڅرګند شو او په بېبنسټه تورونو باندې د ۱۴ کلونو بند په سزا محکوم کړای شو.
دغو ۳۰ نړیوالو سازمانونو د ادریس خټک دا ډول بندي کېدل یوه لویه بېعدالتي بللې او د هغه حقونه یې تلف شوي ګڼلي دي.
یادو بنسټونو پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې ادریس خټک ژر تر ژره او پرته له کوم قید او شرط څخه له بنده راخوشې کړي.
سرچینه: د بشري حقونو نړیوال بنسټونه
🌐