د البانیا لومړي وزیر اېډي راما ویلي چې د ناټو پوځي تړون په ۲۰۲۷ کال کې د تیرانا په ښار کې د مشرانو د سرمشریزې جوړولو پلان لغوه کړی دی. دا پرېکړه د امریکا او اروپايي غړو هېوادونو ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکو ناندریو له امله شوې ده.
راما د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ناټو غړو هېوادونو لا تر اوسه د راتلونکې غونډې د نېټې په اړه ګډ نظر نه دی څرګند کړی، خو په ۲۰۲۷ کال کې به هېڅ غونډه نه وي. هغه زیاته کړه چې که په ۲۰۲۸ کال کې کومه سرمشریزه وشي، کوربه به یې تیرانا وي.
د ناټو عمومي منشي مارک روته اسوشیټډ پرس ته په مرکه کې دغه چاره معمولي وبلله او ویې ویل چې دغه پوځي ائتلاف د غونډو په مهالوېش کې انعطاف لري او د اړتیا پر مهال به سرمشریزه جوړه کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پرلهپسې توګه پر اروپايي غړو هېوادونو د هغوی د کمو دفاعي لګښتونو او د امریکا له بهرنۍ تګلارې سره د همکارۍ نه کولو له امله سختې نیوکې کړې دي.
رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د ناټو غړو له ډونالډ ټرمپ سره د مخامخ کېدو د مخنیوي لپاره د سرمشریزو او وزیرانو د ناستو د کمولو غور پیل کړی دی. د دفاع وزیرانو دودیزه ناسته لغوه شوې او د بهرنیو چارو د وزیرانو ناستې هم راکمې شوې دي.
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسټ او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په ځینو مخکینیو غونډو کې ګډون نه دی کړی او یا یې هم غونډې وختي پرېښې وې، چې دا په تړون کې داخلي ژور اختلافات په ډاګه کوي.
سرچینه: رویټرز او اسوشیټډ پرس
🌐