په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې رباب فاطمې کندهار ولایت ته سفر کړی او د روغتیا د نړیوال سازمان تر ملاتړ لاندې روغتیايي مرکز څخه یې لیدنه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ په اېکس پاڼه کې لیکلي چې د یوناما مشرې په دغه سفر کې په میرویس روغتون کې د ولادي فیستول د درملنې له څانګې لیدنه وکړه.

د یاد سازمان د راپور له مخې، مېرمن فاطمې له هغو ناروغانو سره ولیدل چې تر درملنې لاندې وو او له هغو ښځینه روغتیايي کارکوونکو سره یې هم خبرې وکړې چې مسلکي پاملرنه وړاندې کوي.

مېرمن فاطمې څرګنده کړه چې دغه روغتیاپالانې د ولادي فیستول د ستونزو په هوارولو کې خورا مهم رول لوبوي، هغه ناروغي چې د ماشوم د زېږون پر مهال تر ټولو سخت زیان ګڼل کېږي او درملنه یې د ښځو روغتیا، وقار او پر ځان باور بېرته راګرځوي.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د یوناما د مشرې شتون د هغو ښځو لپاره د مخنیوي، درملنې او بیا رغونې خدمتونو ته د دوامداره لاسرسي اهمیت ښيي چې کلونه له درد، ټولنیزې ګوښه‌توب او تبعیض سره مخ وې.

رباب فاطمې کابو یوه میاشت وړاندې د یوناما د نوې مشرې په توګه کار پیل کړ او تر دې مخکې یې بامیان او ننګرهار ولایتونو ته هم سفرونه کړي وو، څو د ملګرو ملتونو بشري او روغتیايي چارې له نږدې وګوري.

سرچینه: د روغتیا نړیوال سازمان

🌐

Author