د پاک رسنۍ د راپور له مخې، رابرت پټینسن د راتلونکي جیمز بانډ د رول لوبولو لپاره یو مخکښ نوماند ګرځېدلی او ورته د درې فلمونو وړاندیز شوی دی.

راپورونه ښيي چې دغه برتانوي لوبغاړي ته د نورو سیالانو په پرتله لوړه مالي ګټه او د لږو فلمونو د ژمنې وړاندیز شوی دی.

د پاک رسنۍ په وینا، که چېرې پټینسن وټاکل شي نو ښايي یوازې په درې فلمونو کې کار وکړي، پداسې حال کې چې نورو نوماندانو ته د څلورو فلمونو ژمنه سپارل شوې ده.

د دې مشهور رول لپاره د پټینسن په سیالانو کې د جک لوډن او جاش اوکانر نومونه هم شامل دي چې د نوي مامور ۰۰۷ په لست کې راغلي دي.

دا راپورونه د ډینیل کریګ څخه د دغه مشهور کرکټر د اخیستلو په سیالۍ کې نوې تبصرې او بحثونه راپورته کړي دي.

خو تر اوسه پورې د دغه فلم جوړونکو له لوري کوم رسمي تصمیم نه دی اعلان شوی او د تړون ټول جزییات ناڅرګند پاتې دي.

سرچینه: پاک

🌐

Author