د کمپیوټر د پروسیسرونو او چپس جوړوونکې امریکایي کمپنۍ انټل ونډهوالو په یوې فدرالي محکمه کې د دغه شرکت پر ضد عریضه کړې ده. د رویټرز د راپور له مخې، ونډهوالو انټل تورنه کړې چې د شخصي کمپیوټرونو د پلور د کمښت اغېزې یې پټې ساتلې وې.
دا ډلهییزه عریضه د کالیفورنیا ایالت د سان خوزه ښار په فدرالي محکمه کې ثبت شوې ده. د دغه قانوني اقدام مشري د میشیګان ایالت د تقاعد یو صندوق پر غاړه لري.
شاکیان وایي چې د انټل له لوري د معلوماتو پټول او په ګودامونو کې د پاتې شویو توکو نه روښانه کول د دې لامل شول چې د شرکت د ونډو ارزښت په یوه ورځ کې نږدې ۲۹ سلنه وغورځېږي.
په عریضه کې راغلي چې د انټل مسوولانو باید په خپل وخت د عوایدو د راټیټېدو په اړه پانګوالو ته معلومات ورکړي وای، خو هغوی دا چاره وځنډوله او پانګوالو ته یې درانه مالي تاوانونه واړول.
انټل په نړۍ کې د تکنالوژۍ او سیميکنډکټرونو یو تر ټولو لوی تولیدوونکی شرکت ګڼل کېږي چې په ټوله نړۍ او سیمه کې د برېښنایي وسایلو بازارونه تر اغېز لاندې راولي.
تر اوسه پورې د انټل شرکت استازو د دغې ثبت شوې عریضې په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی او قانوني بهیر دوام لري.
سرچینه: رویټرز
🌐