د بالیووډ مشهور فلملیکوال او سندرغاړی جاوید اختر د ممبۍ په هوايي ډګر کې پر ویلچیر ناست لیدل شوی دی. هغه د یکشنبې په ورځ د نومبر پر ۱۵مه له خپلې مېرمنې، مشهورې هنرمندې شبانه اعظمي سره دغه هوايي ډګر ته ورسېد.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، انځورګرانو او خبریالانو له هغه څخه وغوښتل چې د کمرې مخې ته ودرېږي. دغه باسابقه هنرمند وروسته له ویلچیره پورته شو او له شبانه اعظمي سره یوځای د انځورونو لپاره ودرېد.
دا پېښه څو اوونۍ وروسته تر هغه کېږي چې شبانه اعظمي د خپل خاوند د ژوند د پیل د ستونزو او سختیو په اړه یوه احساساتي کیسه شریکه کړه. هغې هغه سختۍ بیان کړې وې چې جاوید اختر د هندي سینما په صنعت کې تر ځای موندلو وړاندې تېرې کړې وې.
جاوید اختر د بالیووډ د سینما په تاریخ کې یو له تر ټولو پېژندل شویو او اغېزناکو لیکوالانو او سندرغاړو څخه ګڼل کېږي. د هغه لیکل شویو فلمونو او سندرو د څو لسیزو په ترڅ کې ځانګړی شهرت ترلاسه کړی دی.
هندي فلمونه په افغانستان او ټوله سیمه کې ډېر مینه وال لري او د جاوید اختر په څېر کسان پهکې خورا مشهور دي. په هر حال، دا نه ده څرګنده شوې چې هغه ولې په دغه لنډ سفر کې له ویلچیره کار اخیست.
له هوايي ډګره د دوی انځورونه او ویډیوګانې په چټکۍ سره په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې خپاره شول او د سینما د مینوالو پام یې ځانته واړاوه.
سرچینه: هندي رسنۍ
🌐