د افغانستان د جمهوري نظام والي حلیم فدايي له طالبانو سره د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د اړیکو او پټو توافقاتو په اړه خپرې شوې ګنګوسې بېبنسټه بللې او رد کړې یې دي.
د فدايي د څرګندونو له مخې، ځینې کړۍ د لنډمهاله ولسي ملاتړ جلبولو، سیاسي فضا مغشوشولو او خپلو ځانګړو موخو لپاره د اشرف غني او طالبانو ترمنځ د اړیکو اوازې خپروي، خو تر هغو چې معتبر شواهد وړاندې نه شي، دغه ادعاوې د منلو وړ نه دي.
نوموړي ټینګار کړی چې د ده د معلوماتو له مخې، ولسمشر غني تر دې مهاله له طالبانو سره نه کومې مستقیمې او نه هم غیرمستقیمې اړیکې لرلې دي.
فدايي خبرداری ورکړی چې که غني د خپل سیاسي ټیم له مشورې، د جمهوریت له ارزښتونو او د ولس له سیاسي ارادې پرته له طالبانو سره جوړجاړی وکړي، دی به یې لومړنی مخالف وي.
هغه زیاته کړه چې د غني سیاسي لیدلوری د قانونمند نظام پر پلي کېدو، د ښځو پر اساسي حقونو، دولتجوړونې او د تجددپال بهیر پر پرمخ بېولو ولاړ دی او پر دې مسایلو به معامله ونه کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې په ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د پخوانیو چارواکو د احتمالي تعاملاتو په اړه بحثونه تاوده شوي دي.
سرچینه: د حلیم فدايي ټولنیزې پاڼې
🌐