برېښنا شرکت په کندوز ولایت کې د برېښنا د لېږد د یوې سترې پروژې د کار د پیل خبر ورکړی چې ارزښت یې ۵۳۵ میلیون افغانیو ته رسېږي. دا مهمه پروژه به د کندوز د عسقلان برېښنا تمځای د دشت ارچي له ولسوالۍ سره وصل کړي.

د برېښنا شرکت د مسوولینو په وینا دا مزي به له بشپړېدو وروسته د ۱۴۰ میګاواټه برېښنا د لېږدولو وړتیا ولري. عبدالحق حماد د دې پروژې د پیل په مراسمو کې وویل چې دا طرحه د سیمې اوسېدونکو ته د دوامداره برېښنا په برابرولو کې مرسته کوي.

د افغانستان د برېښنا سیسټم لا هم له جدي محدودیتونو سره مخ دی او کورني تولیدات اړتیاوو ته ځواب نه وايي. افغانستان خپله ډېره برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي او برېښنا ته د خلکو لاسرسی محدود دی.

🌐 #افغانستان #برښنا #پرمختګ

Author