د چین ولسمشر شي جینپينګ ویلي چې په شنژن ښار کې د چین، روسیې او امریکا ترمنځ لومړۍ ناسته به په راتلونکې کې خورا مهمې لاستهراوړنې ولري.
د ټاس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، شي جینپینګ دا څرګندونې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تر لیدنو وروسته کړې دي.
نوموړي پر نړیوالو ننګونو د برلاسي لپاره د لویو ځواکونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا او ګډ تفاهم جدي ټینګار کړی دی.
د چین ولسمشر زیاته کړې چې همکاري د نړیوالو بحرانونو د حل یوازینۍ لار ده او درې واړه هېوادونه باید د ګډو ګټو پر بنسټ خپلې اړیکې پراخې کړي.
د دغو دریو زبرځواکونو اړیکې تل د نړیوال ثبات او د سیمې، په ځانګړې توګه د منځنۍ او سوېلي اسیا د امنیت پر وضعیت نېغ اغېز لري.
سیاسي مبصرین څرګندوي چې د بیجینګ، مسکو او واشنګټن ترمنځ هر ډول ډیپلوماټیک توافق او ډیالوګ کولی شي په نړیواله کچه د ترینګلتیاوو په راکمولو کې مرسته وکړي.
سرچینه: ټاس خبري اژانس
🌐