د پولنډ دفاع وزیر ولادیسواف کوشینیاک کامیش اعلان وکړ چې ښايي د روسیې د «کې‌اېچ ۱۰۱» ډوله یو کروز توغندی د دغه هېواد هوايي حریم ته ننوتی او هلته لوېدلی وي. هغه دا پېښه د روسیې له خوا نوی پاروونکی اقدام وباله او څرګنده یې کړه چې هېواد به یې له ناټو څخه د زیات ملاتړ غوښتنه وکړي.

د پولنډ د دفاع وزیر د څرګندونو له مخې، دا پېښه د جمعې په ورځ په داسې حال کې رامنځته شوه چې د اروپايي هېوادونو ګډ پوځي تمرینونه په پولنډ کې روان وو. نوموړي وویل چې دوی د مسکو له لوري د یو بل پاروونکي ګام شاهدان دي.

کوشینیاک کامیش زیاته کړه چې دا پېښه په برلین کې د اوکراین د ملاتړو هېوادونو له غونډې وروسته وشوه او د ده په باور دا هم‌مهالي تصادفي نه ده. تر دې وړاندې، د پولنډ پوځ پر اوکراین د روسیې د پراخو بریدونو پر مهال د خپل هوايي حریم د احتمالي سرغړونې خبرداری ورکړی و.

د پولنډ څارنوالۍ تایید کړه چې له اوکراین سره پولې ته نږدې په شاوخوا ۴۵ کیلومترۍ کې، د نووي لیپوویتس په سیمه کې یو نامعلوم شی لوېدلی دی. چارواکو ویلي چې د دغه توغندي د کرکټر او اصل د مالومولو لپاره پلټنې دوام لري.

راپورونه ښيي چې دغه شی ځنګل ته نږدې په یوه کرنیزه ځمکه کې راپرېوتی او اور یې اخیستی و. ځايي چارواکو ویلي چې دغې پېښې هېڅ ډول ځاني تلفات او مالي زیان نه دی اړولی.

د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ توسک وویل چې دی د پېښې په اړه خبر شوی او اوسمهال هېواد ته کوم مستقیم هوايي ګواښ نشته. د دغو بریدونو له امله د پولنډ په ځینو برخو کې د خطر زنګونه وغږول شول او د ژشوف هوايي ډګر د پوځي فعالیتونو له امله د لنډ وخت لپاره وتړل شو.

سرچینه: بي بي سي

🌐

Author