د بشري حقونو یو شمېر مدافعینو او مدني فعالانو په جینوا انسټیټیوټ کې په یوه غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان مېرمنو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
دا غونډه د «فوټ فور ټاټ افغانستان» بنسټ په نوښت جوړه شوې وه، چې پکې پوهنتوني استادانو، مدني فعالانو، افغان ځوانانو او د بېلابېلو هېوادونو محصلینو ګډون کړی و.
جوړونکو وویل چې د ناستې هدف د علمي او مدني خبرو اترو رامنځته کول، د ښځو او نجونو د ملاتړ لارو چارو څېړل او د نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د لوېدیځو هېوادونو پام اړول وو.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو پخواني عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي هم په دغه غونډه کې برخه اخیستې وه، او ګډونوالو د ښځو د زدهکړې، کار او ټولنیز ژوند پر محدودیتونو بحث وکړ.
برخه والو ټینګار وکړ چې د افغان ښځو غږ باید پیاوړی شي او په نړیوالو پرېکړو کې د مېرمنو او ځوانانو ونډې ته رښتینې زمېنې برابرې شي.
د بشري حقونو فعالانو او شنونکو په ډاګه کړه چې د افغان مېرمنو ملاتړ باید یوازې د اندېښنو تر څرګندولو محدود پاتې نه شي، بلکې دوامداره همکارۍ ته اړتیا ده.
سرچینه: اطلاعات روز
🌐