د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د طالبانو حکومت له چارواکو سره د مشورتي لیدنو لپاره کابل ته رسیدلی دی. د دې سفر اصلي موخه د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا او د افغانستان په ګډون د سیمه ایزو اړیکو پیاوړتیا بلل شوې ده.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت دا سفر تایید کړی او ویلي یې دي چې ښاغلی کابلوف به له امیرخان متقي او نورو لوړ پوړو چارواکو سره وګوري. په دې ناستو کې به د دواړو لورو ترمنځ پر مهمو سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې وشي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې تر دې وړاندې روسي چارواکو په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو او ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندیښنه ښودلې وه. خو د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

#روسیه #کابل #طالبان #سیاست

🌐

Author