په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمي استازي سيد حيدر شاه ادعا کړې چې په تېرو درېيو کلونو کې د افغانستان له خاورې په وسله‌والو بريدونو کې شاوخوا ۴ زره او ۷۰۰ پاکستانيان وژل شوي دي. نوموړي دغه څرګندونې د جمعې په ورځ د ترهګرۍ د وضعيت په تړاو په يوه رسمي اعلاميه کې کړې دي.

د ديپلوماتيکو سرچينو پر بنسټ، دغه پاکستاني چارواکي وويل چې د داعش خراسان څانګه، پاکستاني طالبان (ټي‌ټي‌پي)، د بلوچستان ازادي غوښتونکی پوځ، مجيد لوا او ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ په افغانستان کې فعاليت لري.

د پاکستان استازي ادعا وکړه چې دغه وسله‌والې ډلې د طالبانو تر ملاتړ لاندې له افغان خاورې ګټه اخلي او د نويو ټکنالوژيو، انټرنېټ او ډارک‌ويب له لارې خپلو فعاليتونو ته پراختيا ورکوي.

نوموړي زياته کړه چې دغه ډلې پر تبليغاتو او جلب او جذب سربېره، د خپلو مالي سرچينو د ترلاسه کولو لپاره نويو لارو چارو لکه ډيجيټل اسعارو او نوې ټکنالوژۍ ته مخه کړې ده.

سيد حيدر شاه د ملګرو ملتونو له امنيت شورا څخه وغوښتل چې پر ډيجيټلي سيسټمونو، ټولنيزو شبکو او مصنوعي ځيرکتيا څار زيات کړي ترڅو د ترهګرو د فعاليت او وسله‌وال کېدو مخه ونيول شي.

د پاکستان استازي دغه راز غوښتنه وکړه چې د ۱۲۶۷ بنديزونو کمېټه بايد د ترهګرو ډلو او اشخاصو په نوملړ کې شاملولو پر مهال سياسي ملحوظات يوې خوا ته کړي او نړۍ بايد اغېزمنو هېوادونو ته پام وکړي.

سرچینه: په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازولي

🌐

Author