د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ماشومانو د نړيوالې ورځې په مناسبت ټینګار وکړ چې د نجونو له زده‌کړو پرته هېواد پرمختګ نشي کولی.

کرزي د طالبانو د حکومت له‌خوا د زده‌کړو پر وړاندې لګول شویو بندیزونو ته په اشارې وویل، چې د ښوونځیو دروازې باید د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستې وي.

نوموړي څرګنده کړه چې د هېواد ابادي یوازې هغه مهال ممکنه ده چې د ټولو ماشومانو روغتیا، امنیت او زده‌کړو ته بشپړ لاسرسی په برابره توګه تامین شي.

د پخواني ولسمشر په وینا، دا مهال نږدې څلور میلیونه افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او تر نیمایي ډېر د ښوونځي پر شرایطو برابر ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي.

هغه خبرداری ورکړ چې بې‌وزلي او بې‌سوادي د ټولنې او کورنیو د امنیت او د افغانستان د راتلونکي پر وړاندې ستر ګواښونه بلل کېږي.

د یونسکو او یونیسف د راپورونو له مخې، افغانستان دا مهال د نړۍ یوازینی هېواد دی چې په‌کې نجونې له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو له حقه منع شوې دي.

سرچینه: د حامد کرزي ټولنیزې پاڼې

🌐

Author