د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د افغانستان پولې ته څېرمه د شمالي وزیرستان مرکز میران‌شاه ته سفر کړی او هلته یې د ترهګرۍ د ګواښ پر بشپړ له منځه وړلو ټینګار کړی دی.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) د معلوماتو له مخې، عاصم منیر په خیبرپښتونخوا کې افسرانو او سرتېرو ته وینا وکړه او د سیمې د امنیتي وضعیت او روانو عملیاتو په اړه یې راپورونه واورېدل.

د پاکستان پوځ مشر همداراز د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د خیبرپښتونخوا د پولیسو سرښندنې او قربانۍ ستایلې دي. میران‌شاه د افغانستان پولې ته نږدې یوه مهمه ستراتیژیکه سیمه ده.

دا سفر داسې مهال کېږي چې په تېرو اتلسو میاشتو کې د اسلام‌آباد او د طالبانو حکومت ترمنځ اړیکې د وسله‌والو ډلو د شتون او فعالیتونو د تورونو له امله خورا خرابې شوې دي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې وسله‌وال د افغانستان له خاورې د دوی پر ضد بریدونه کوي، خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې په کلکه رد کړې دي.

تازه پاکستاني سرچینو په سویلي وزیرستان کې د انګور اډې په سیمه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د یوې نوې سرحدي نښتې راپور هم ورکړی دی، که څه هم دواړو خواوو رسمي بیان نه دی خپور کړی.

له دې وړاندې هم د دواړو غاړو ترمنځ نښتو کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه، چې وروسته طالبانو له انګور اډې ګڼې کورنۍ نورو سیمو ته لېږدولې وې.

سرچینه: د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګه (ISPR)

🌐

Author