د اروپا او جاپان د فضايي ادارو ګډه فضايي بېړۍ «بيپيکلمبو» په فضا کې تر اتو کلونو مزل وروسته د عطارد سیارې مدار ته د ننوتلو په حال کې ده.
دا مهم علمي ماموریت لمر ته د تر ټولو نږدې سیارې د رازونو د څېړلو لپاره ترسره کېږي. ساینسپوهان غواړي په کندو کې د یخ شتون، د سیارې سطحې خاليګاوې او د هغې لویه مرکزي هسته له نږدې وڅېړي.
د اروپا د فضايي ادارې د معلوماتو له مخې، یاده بېړۍ به د ۲۰۲۶ کال د نوامبر په ۲۱مه د مرکزي اروپا پر وخت د ماښام په ۱۹:۲۴ بجو د عطارد مدار ته ورننوځي. دا تاریخي شیبه به د اروپا د فضايي ادارې په رسمي ټولنیزو پاڼو کې په ژوندۍ بڼه خپره شي.
دا ګډه پروژه د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په ۲۰مه نېټه د فرانسې د ګویان له کورو فضايي مرکز څخه د «اریان ۵» توغندي په مټ فضا ته ویشتل شوې وه. که څه هم دغه سفر باید اووه کاله شوی وای، خو د حرکت په سیسټم کې د تخنیکي ستونزې له امله اته کاله وغځېد.
لمر ته نږدې کېدل او عطارد سیارې ته رسېدل یو له خورا ستونزمنو او خطرناکو فضايي ماموریتونو بلل کېږي، ځکه د لمر پیاوړی جاذبه ځواک د فضايي بېړۍ سرعت په بې ساري ډول زیاتوي.
مدار ته د ننوتلو لپاره وروستی مانور خورا حساس دی او بېړۍ باید پوره ۳۷ دقیقې پرلهپسې برېک ونیسي ترڅو د سیارې جاذبه یې ونیسي. چارواکي وایي چې په دې پړاو کې کوچنۍ تېروتنه هم کولی شي بېړۍ په فضا کې بېلارې او ورکه کړي.
سرچینه: د اروپا فضايي اداره
🌐