د ان‌بي‌سي نیوز د راپور له مخې، چې د امریکا د کرنې وزارت د دوو پخوانیو چارواکو پر معلوماتو ولاړ دی، دغه وزارت پدې اونۍ کې د یوه سایبري برید ښکار شوی دی. د ادارې چارواکو د پنجشنبې په ورځ کارکوونکو ته د دې امنیتي نفوذ خبر ورکړ.

د خپرو شویو مالوماتو پر بنسټ، تر دې مهاله یوازې د تادیاتو په ډیټابیس کې د نفوذ پخلی شوی دی. سره له دې، پخوانیو چارواکو خبرداری ورکړی چې دغه نښه شوی سیسټم ښايي حساسې ډیټا ته د لاسرسي پټه لار پرانیزي.

په دغو حساسو معلوماتو کې د خوراکي توکو خوندیتوب او د حیواني ناروغیو په تړاو ساینسي څېړنې شاملې دي. تر اوسه پورې دا نه ده روښانه شوې چې د دې برید تر شا د کوم کس یا ډلې لاس دی.

د امریکا د سایبري او زیربنايي امنیت ادارې په دې اړه پوښتنې د کرنې وزارت ته راجع کړې، خو دغه وزارت تر اوسه په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودلی.

په ورته وخت کې، سي‌ان‌ان خبر ورکړی چې فدرالي پولیس یا اف‌بي‌ای پر یوه بل ډیټابیس د احتمالي نفوذ پلټنه کوي. دغه ډیټابیس په ټوله امریکا کې د قانون پلي کوونکو بنسټونو لخوا د جرمي مخینو او د نیولو د امرونو شریکولو لپاره کارول کېږي.

سرچینه: ان‌بي‌سي نیوز او سي‌ان‌ان

🌐

Author