د تویوټا او هونډا موټر جوړوونکو شرکتونو د جمعې په ورځ د لړم پر ۲۹مه اعلان وکړ چې د تاکاتا ایربګ د چاودېدو د خطر له امله شاوخوا یو میلیون او ۶۰۰ زره موټرونه بېرته غواړي.

د رسمي معلوماتو پر بنسټ، په دې ګام کې په امریکا کې له ۸۱۰ زرو څخه زیات د هونډا موټرونه او په ټوله نړۍ کې ۷۹۰ زره د تویوټا موټرونه شامل دي.

دواړو شرکتونو څرګنده کړې ده چې تر دې دمه د دغې تخنیکي ستونزې له امله د ترافیکي پېښې، د یادې پرزې د چاودنې یا د کوم چا د ټپي کېدو راپور نه دی ثبت شوی.

د امریکا د لویو لارو د ترافیکي خوندیتوب ملي ادارې ویلي چې د خپلواکو لابراتوارونو ازموینو او سمولېشن ماډلونو شرکتونو ته لاره هواره کړه چې د احتمالي خطرونو تر رامنځته کېدو وړاندې لاس په کار شي.

دغې ادارې ټینګار کړی چې هونډا او تویوټا د پرزو د زړېدو لومړنۍ نښې لیدلې او دا مخنیوونکی اقدام یې پیل کړی، په داسې حال کې چې نور شرکتونه هم د پرزو ازموینې ته دوام ورکوي.

د هونډا دغه اقدام پر هغو موټرونو متمرکز دی چې د امریکا په ۱۴ ایالتونو او سیمو کې پلورل شوي یا ثبت دي، چېرته چې تودوخه، لندبل او د تودوخې بدلونونه لوړ دي، لکه کالیفورنیا، ټیکساس، فلوریډا، جورجیا، الاباما، لوئیزیانا او هاوایي.

تویوټا شرکت هم ویلي چې تمه لري د موټرونو نوي بدلېدونکي پرزې د ۲۰۲۷ کال تر پیله چمتو او موټروالو ته وسپارل شي.

سرچینه: د امریکا د لویو لارو د ترافیکي خوندیتوب ملي اداره

🌐

Author