په پاکستان کې د سویس سفیر سټیفن رې، د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره په اسلام‌آباد کې وکتل.

په پاکستان کې د سویس سفارت د معلوماتو له مخې، دواړو لورو د افغانستان د وضعیت، افغان کډوالو او سیمه‌یزو بدلونونو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د سویس سفارت د جمعې په ورځ وویل چې په دې لیدنه کې د بشري چارو د مدیریت پر پیاوړتیا او د افغان کډوالو د حل‌لارو پر تګلارې بحث وشو.

محمد صادق خان هم په یوه پیغام کې ویلي چې خبرې د افغانستان د خلکو پر بشري ستونزو، سیمه‌یزو بدلونونو او ګډو ګټو راڅرخېدې.

سره له دې، نوموړي د دغو خبرو اترو د جزییاتو او مشخصو پرېکړو په هکله ډېر معلومات نه دي شریک کړي.

دا ناسته په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان حکومت له سپټمبر ۲۰۲۳ څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د اېستلو بهیر چټک کړی دی.

د نړیوالو سازمانونو د شمېرو له مخې، د دغه بهیر له پیل راهیسې میلیونونه افغانان له پاکستان څخه ستانه شوي یا په زور اېستل شوي دي.

سرچینه: د سویس سفارت او محمد صادق خان

🌐

Author