د سهيلي افريقا د پوليسو د تازه شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې د درېيو مياشتو په موده کې ۵۸۱ مېرمنې وژل شوې دي. په دې شمېرو کې ۱۳ هغه مېرمنې هم شاملې دي چې نيمه‌لوڅ او ټپي جسدونه يې د جوهانسبرګ ښار په شاوخوا سيمو کې موندل شوي دي او دغه پېښو يو ځل بيا عامه غوسه راپارولې ده.

په يوه بله وروستۍ خونړۍ پېښه کې د روانې اوونۍ په پيل کې د فري سټېټ په ايالت کې پنځه مېرمنې او يو ماشوم په ډزو ووژل شول. د پوليسو په وينا، درېيو مخپټو وسله‌والو د چارشنبې په ماښام په بوټشابلو سيمه کې پر يوه کور بريد وکړ او کله چې د کور خاوند پيدا نه شو، پر ناستو کسانو يې ډزې وکړې چې په دې پېښه کې د کور مېرمن هم ټپي شوه او روغتون ته ولېږدول شوه.

د ګاوتنګ ايالت د پوليسو مشر څرګنده کړې ده چې تر دې دمه د هغو ۱۳ ښځو د وژنې په تړاو اته تنه نيول شوي چې مړي يې د جوهانسبرګ په څنډو کې موندل شوي وو.

د نيول شويو کسانو له ډلې درې تنه د اليزابيت موسلاکګومو په نوم د ۳۸ کلنې ښځې په وژنه تورن دي چې د منډې پر مهال لادرکه شوې وه او جسد يې په سپټمبر کې وموندل شو. دوه نور کسان د جابوليلې نتيمبا په نوم د ۳۳ کلنې ښځې د وژنې په تور نيول شوي دي.

پوليسو همدارنګه په کمپټون پارک کې د يو بل شکمن او د نومبيفوتي نکسومالو د وژلو په تړاو د يوه بل کس د نيول کېدو خبر ورکړی چې جسد يې په يوه هديره کې موندل شوی و.

د پوليسو د معلوماتو له مخې، د جولای څخه تر سپټمبر مياشتې پورې په سهيلي افريقا کې ټولې ۵٬۵۹۰ د وژنې پېښې ثبت شوې دي، چې دا شمېر د تېر کال په پرتله ۲۰۴ پېښې کمښت ښيي خو لا هم هره ورځ نږدې ۶۰ تنه پکې وژل کېږي.

سرچینه: د سهيلي افريقا پوليس

🌐

Author