په مادرید کې د «زموږ غږ واورئ» تر سرلیک لاندې څلورمه غونډه د شاوخوا ۷۰ افغان ښځینه او نارینه مشرانو او ډیپلوماتانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د هسپانیې د بهرنیو چارو وزارت په نوښت او د «افغان ښځو لپاره» بنسټ په همکارۍ جوړه شوه. ګډونوالو د عدالت او سولې په ترلاسه کولو کې د افغان ښځو پر رول او د نړیوالو میکانیزمونو پر کارولو بحث وکړ.
په دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو چارواکو، دیني عالمانو او مدني فعالانو هم برخه اخیستې وه. هغوی د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د زدهکړو او کار د بندیزونو په اړه اندېښنه وښوده.
د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل البارس په پرانیستونکې وینا کې وویل چې هېواد به یې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني. هغه ټینګار وکړ چې د ښځو حقونه باید د سیاسي معاملو قرباني نه شي.
البارس همدارنګه په نړیوالو قوانینو کې د «جنسیتی اپارتاید» د اصطلاح له پېژندلو ملاتړ وکړ او د ښځو پر وړاندې د سرغړونو د پلټنې غوښتنه یې وکړه.
ګډونوالو ټینګار وکړ چې له بشري حقونو څخه سرغړوونکو ته له حساب ورکولو او د ښځو له بشپړ ګډون پرته په افغانستان کې تلپاتې سوله نه شي راتلای.
سرچینه: د هسپانیې د بهرنیو چارو وزارت
🌐