د بلخ والي محمد یوسف وفا د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ترکیې له سفیر سادین ایلدز سره کتلي او د بلخ او ترکیې ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.
د بلخ د والي ویاند حاجي زید وایي چې د دې لیدنې موخه د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړي کول وو. د هغه په وینا، والي وفا د دواړو هېوادونو ترمنځ پر تاریخي او کلتوري اړیکو ټینګار وکړ او په بلخ کې یې د ترکیې د پانګونې د زیاتوالي غوښتنه وکړه.
د والي د ویاند د معلوماتو له مخې، دواړو خواو دغه راز په ترکیه کې د بلخ سوداګرو ته د اسانتیاو برابرولو او هغو سوداګرو او ناروغانو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د اسانتیاو په اړه خبرې کړې چې ترکیې ته د سفر هوډ لري.
د ترکیې سفیر، ښاغلي ایلدز، له افغانستان سره، په ځانګړې توګه له بلخ ولایت سره چې یو مهم سوداګریز او ترانزیټي مرکز دی، د اړیکو د پراختیا لپاره د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړه. هغه ژمنه وکړه چې مطرح شوي وړاندیزونه به د خپل هېواد له چارواکو سره شریک کړي.
بلخ ولایت د خپل ستراتیژیک موقعیت او حیرتان سوداګریز بندر له امله د افغانستان یو له اقتصادي قطبونو څخه ګڼل کېږي او له ترکیې سره یې د سوداګریزو اړیکو پراختیا د سیمې له اقتصادي ودې سره مرسته کولی شي.
سرچینه: حاجي زید، د بلخ د والي ویاند
🌐