سیمه‌یزو سرچینو ویلي چې د طالبانو حکومت د کندز، تخار او بدخشان ولایتونو څخه ۱۰۵ تنه بندیان د کابل پلچرخي زندان ته لېږدولي دي. د معلوماتو له مخې، ډېری دغه کسان پخواني پوځیان دي چې له وسله‌والو مخالفینو سره د همکارۍ په تور نیول شوي وو.

د افغانستان انټرنشنل د رپوټ له مخې، دغه انتقال د لړم په ۲۵مه او ۲۶مه نېټه شوی، چې ۴۰ کسان له تخار، ۴۰ له بدخشان او ۲۵ نور له کندز ولایت څخه پکې شامل دي. ویل کېږي چې ځینې دغه بندیان له ۱۰ کلونو څخه د زیات بند په سزا محکوم شوي دي.

د یو شمېر بندیانو کورنیو د خپلو خپلوانو د نامعلوم برخلیک په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده. د عظیم ورسجي په نوم د یوه پخواني سرتېري خپلوانو ویلي چې کابل ته له بیولو وروسته یې د اوسېدو د ځای په اړه هېڅ معلومات نشته او په څرخي پله او بګرام کې یې موندلی نه دی.

طالبانو نوموړی په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د تخار په ورسج ولسوالۍ کې د دوی د ۱۱ کسانو د وژلو په برید کې په لاس لرلو تورن کړی دی. د هغه کورنۍ له نړيوالو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

سرچینې وايي چې دغه اقدام د شمال‌ختیځو ولایتونو په محلي زندانونو کې د مقاومت جبهو د نفوذ او د بغاوت له وېرې شوی دی. همداراز په تخار کې تر دوو زرو ډېر بندیان له ټاکلي ظرفیت پرته ساتل کېږي.

په بدخشان او نورو سیمو کې د بندیانو کورنۍ وايي چې کابل ته د بندیانو انتقال د اقتصادي ستونزو او لارې د لیرې‌والي له امله د ملاقات او پوښتنې بهیر خورا ستونزمن کړی دی.

سرچینه: افغانستان انټرنشنل

🌐

Author