د طالبانو حکومت پوځي چارواکو په فراه ولایت کې ویلي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۷ کسان یې ایران ته د غیرقانوني تګ پر مهال نیولي دي.
د باختر اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د نهمې لوا د رسنیو مسوول عبدالکریم صیاد وویل، دا کسان د فراه د لاش او جوین ولسوالۍ په کوهغوچ سیمه کې نیول شوي دي.
د طالبانو دغه مسوول زیاته کړه چې نیول شویو کسانو غوښتل د قاچاقي لارو له لارې ایران ته ننوځي، خو د دوی د سرحدي ځواکونو له لوري وپېژندل شول.
په دې وروستیو میاشتو کې ایران او پاکستان ته د ناقانونه لارو د افغان مسافرو تګ زیات شوی چې تر ډېره د مرګ ژوبلې او زیانونو لامل کېږي.
د رسنیزو راپورونو پر بنسټ، په تېرو څو اونیو کې د ایران او ترکیې په سرحدي سیمو کې د شاوخوا ۲۰ افغانانو جسدونه موندل شوي چې د ۱۵ تنو هویت د خپلو کورنیو لخوا تایید شوی دی.
بلخوا، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال ویلي چې په وروستیو درېیو کلونو کې د شاوخوا ۶.۵ میلیونه افغانانو بېرته ستنېدو پر هېواد دروند بوج راوستی دی.
په افغانستان کې وزګارتیا، بېوزلي او د کاري فرصتونو نشتوالی هغه اصلي لاملونه دي چې کورنۍ، ښځې او ځوانان د سختو او مرګونو قاچاقي لارو تګ ته اړ باسي.
سرچینه: باختر
🌐