د افغانستان د کرکټ پخوانی ځلیدونکی ستوری او اتل شاپور ځدراڼ له یوې اوږدې ناروغۍ وروسته له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې. هغه د هیواد په ورزشي تاریخ کې یوه ډیره پیژندل شوې څیره وه.

دې مشهور او ګران ورزشکار د خپل نه ستړي کیدونکي زیار او تعهد له لارې نړۍ ته د افغان کرکټ په ورپیژندلو کې خورا مهم رول لوبولی دی. د هغه د ښکلو لوبو یادونه به تل د مینه والو په زړونو کې ژوندي وي.

د دې ملي اتل مړینه د افغانستان د ورزشي ټولنې او د هغه د کورنۍ لپاره یوه لویه ضایعه ده. د زرین نړیوال تلویزیون مشرتابه په دې سخت وخت کې د نوموړي کورنۍ ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي.

🌐 #شاپور\_ځدراڼ #افغان\_کرکټ #کرکټ #افغانستان

Author