امریکايي سټریمر سنیکو څرګنده کړې چې افغانستان ته له سفر او د طالبانو له چارواکو سره تر لیدنو وروسته، د امریکا د فدرالي چارواکو له خوا اته ساعته پوښتل شوی دی.

د سنیکو په وینا، نوموړی تر دې وړاندې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته تللی و او وروسته د مستقیمو نشراتو او د طالبانو له چارواکو سره د مرکو لپاره کابل ته ورسېد.

هغه زیاته کړه چې په کابل کې تر سخت تفتیش وروسته، په ابوظبۍ کې درې ساعته او په نیویارک کې پنځه نور ساعته تر فدرالي تحقیقاتو لاندې و.

دغه سټریمر وویل چې امریکايي مامورینو د نوموړي ګرځنده تلیفون د ۴۸ ساعتونو لپاره وساته او د انس حقاني له خوا ورکړل شوی د شعرونو کتاب یې هم ضبط کړ.

د سنیکو دې سفر په امریکا کې د یو شمېر مفسرینو او فعالانو سخت غبرګونونه راپارولي وو او له حکومت څخه یې د نوموړي د حساب کتاب غوښتنه کړې وه.

سنیکو د ترهګرۍ د ملاتړ ټول تورونه رد کړي او دا چاره یې د بیان پر ازادۍ برید بللی، خو فدرالي ادارو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرچینه: د سنیکو ژوندۍ خپرونه

🌐

Author