په جګړو کې د جنسي تاوتریخوالي په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، پرامیلا پاتن ویلي چې افغان مېرمنې چوپ پاتې کېدو ته چمتو نه دي. هغې ټینګار وکړ چې د افغان ښځو زړورتیا پیاوړې او نه ماتېدونکې ده او د نړیوالې ټولنې ژمنتیا هم باید له هغوی سره داسې وي.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو پر بنسټ، مېرمن پاتن د دوشنبې په ورځ د افغان ښځو په اړه د مادرید په څلورمه ناسته کې خبرې کولې. هغې په دې غونډه کې د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو د سرغړونو په وړاندې د ځواب ویلو، د اسنادو او شواهدو د راټولولو او ساتنې، او قربانیانو ته عدالت د رسېدو غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکې وویل چې د افغانستان د ښځو حالت یوازې د بشري حقونو له عادي کچې اوښتی او په یوه پراخ بحران بدل شوی چې د نړیوالې ټولنې بېړني او عملي ګام ته اړتیا لري.
هغې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې جبري ودونو، ډلهييزو جنسي تېریو او د جنسي تاوتریخوالي نورو بڼو ته په اشارې وویل چې د افغان نجونو او ښځو پر مخ د زدهکړې، کار، سفر او عامه ژوند ساحه تر بل هر وخت ډېره تنګه شوې ده.
پاتن څرګنده کړه چې د طالبانو حکومت په ټولنه کې د ښځو د شتون او ښکاره کېدو د بشپړ له منځه وړلو په لټه کې دی.
د هغې د معلوماتو له مخې، دا مهال د افغانستان شاوخوا ۲۰ میلیونه ښځې او نجونې په داسې شرایطو کې ژوند کوي چې د خپلو لومړنیو حقونو، شخصي اختیار او ټولنیز ګډون څخه بېبرخې شوې دي.
سرچینه: ملګري ملتونه
🌐