د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې بنګلهدېش ته یې د هغه هېواد د درملو د کیفیت ارزولو لپاره یو تخنیکي پلاوی لېږلی دی. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، یاد پلاوی د دوشنبې په ورځ بنګلهدېش ته رسېدلی دی.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې له پاکستان سره ترینګلتیاوو، د سوداګریزو لارو بندېدو او له دغه هېواده د درملو پر وارداتو بندیز، د افغانستان په بازارونو کې د درملو کمښت او د بیو لوړېدل رامنځته کړي دي.
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پلاوی به د بنګلهدېش د درمل جوړولو له فابریکو لیدنه وکړي او د تولید بهیر، کیفیت او اغېزمنتیا به وڅېړي، څو افغانستان ته د بېکیفیته درملو د راتګ مخه ونیول شي.
تر دې وړاندې، د طالبانو روغتیایي چارواکو ویلي وو چې ځینو افغان سوداګرو د بنګلهدېش له درمل جوړوونکو شرکتونو غوښتي و چې د افغانستان بازار لپاره ارزانه او ټیټ کیفیته درمل تولید کړي.
طالبانو تېر کال له پاکستان سره تر نښتو وروسته له هغه هېواده د درملو واردول منع کړل، په داسې حال کې چې د ناستندرد شمېرو له مخې پاکستان د افغانستان شاوخوا ۷۰ سلنه درمل او طبي وسایل برابرول.
د دغه کمښت د پوره کولو په موخه، د طالبانو مسؤلینو په تېر یو کال کې هند، ترکیې، ایران او روسیې ته هم سفرونه کړي وو او اوس د درملو د بدیلو لارو لپاره بنګلهدېش ارزیابي کوي.
سرچینه: د طالبانو د عامې روغتیا وزارت
🌐