په مسکو کې د پاکستان سفیر، فیصل نیاز ترمذي، ادعا کړې چې د طالبانو حکومت د پاکستان د بې‌ثباته کولو لپاره له ځانګړو وسله‌والو ډلو څخه ګټه اخلي. دا څرګندونې د روسیې له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې شوې دي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، فیصل نیاز ترمذي ویلي چې اسلام‌اباد ښه پوهېږي چې څوک دغه ځواکونه تمویلوي، څوک وسلې ورکوي او څوک روزنه ورکوي.

دغه پاکستاني دیپلومات ویلي چې یو شمېر فرامنطقه يي هېوادونه د افغانستان له خاورې په ګټې اخیستنې د پاکستان پر ضد نیابتي جګړه پر مخ وړي او دا ناکامه تګلاره د سیمې د ګډوډولو لپاره کارول کېږي.

ترمذي خبرداری ورکړی چې دا حالت د هېچا په ګټه نه دی او هغه هېوادونه چې دغو ډلو ته امکانات او پوځي مرستې برابروي، خپل امنیت ته هم زیان رسوي، ځکه په لویو هېوادونو کې ناامني ګاونډیو سیمو ته هم غځېږي.

د پاکستان سفیر څرګنده کړې چې د پاکستان د بې‌ثباته کولو لپاره طالبانو ته د پیسو، وسلو او استخباراتي معلوماتو ورکول یوه لنډفکره تګلاره ده. نوموړي له روسیې، ایران او د منځنۍ اسیا له هېوادونو وغوښتل چې دا ټکي طالبانو ته روښانه کړي.

هغه زیاته کړه چې د ۲۶۰ میلیونه نفوس، اټومي وړتیا او د ۵۰۰ میلیارد ډالرو ناخالص کورني تولید لرونکي هېواد بې‌ثباته کول، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ له لارې، شونی کار نه دی.

ترمذي په خپلو خبرو کې د کوم مشخص هېواد نوم نه دی یاد کړی او نه یې هم د خپلو ادعاوو په اړه کره اسناد وړاندې کړي دي. د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد نه کارول کېږي.

سرچینه: تاس خبري اژانس

🌐

Author